د دې ټولګې په اړه څو کرښې !د "يرغل پر وړاندې" دا ټولګه د محترم مولوي عبدالهادي (مجاهد) د هغو مقالو م...
د دې ټولګې په اړه څو کرښې !د "يرغل پر وړاندې" دا ټولګه د محترم مولوي عبدالهادي (مجاهد) د هغو مقالو مجموعه ده چې د صليبي يرغلګرو په خلاف د جهادي مقاومت په جريان کې په ډېرو سختو شرائطو کې ليکل شوې ديد "يرغل پر وړاندې" اثر ټولې مقالې هره يوه د خپل وخت د جهادي احداثو يو ښه انعکاس، يو پرځاي تحليل او يو ژوندي تصوير دي چې درانه استاذ په ډير دقت او غور او خورا امانت داري سره ورباندې قلم خوځولي او د پېښې هر اړخيزه ارزونه يې کړې. د يادې ټولګې په راټولولو کې د پېښو زماني تسلسل هم په داسې ډول په پام کې نيول شوي چې د ۱۵ کلن جهادي بهير د مهمو او اساسي احداثو ډېره برخه يې احتواء کړې په لنډه کې ويلاي شو چې د "يرغل پر وړاندې" تر لاس لاندې ټولګه هم د جهادي احداثو هينداره او هم د يرغلګرو د پوځي او فرهنګي جنايتونو رسوا کوونکي وسيله ده دلته هم د يرغلګرو په خلاف د پوځي مقاومت سنګرونه ستايل شوي او هم د هغوي په وړاندې ځوان نسل ته د فرهنګي او فکرې مقابلې تکتيکونه ورښودل شوي ديپه دې مجموعه کې د يرغلګرو په خلاف مبارزه کوونکو مجاهدينو ته د ديني پوهاوي له لارې د جهاد او مبارزې شعور ورکړل شوي او د يرغلګرو اصلي ماهيت ورته بربنډ شوي ديد "يرغل پر وړاندې" په مجموعې کې د صليبي يرغلګرو ټولې هغه دجالي دسيسې ښې افشاء شوې کومې چې دوئ په افغانستان کې د خپل وحشيانه يرغل د تبرير لپاره د ډيموکراسۍ، آزادۍ او بيا رغونې تر نامه لاندې پر لاره اچولېد "يرغل پر وړاندې" ليکوال د پخواني او اوسني جهاد د پېښو يو ژوندي تاريخ دي چې زمونږ د هېواد د تېرو دريو لسيزو د ټولو پوځي او سياسي جرياناتو عيني شاهد پاتې شوي او له هغو څخه په تجربې اخيستو سره يې خپل معلومات له ځوان نسل سره د همدې ليکنو په وسيله شريک کړي ديد "يرغل پر وړاندې" اثر ليکوال يو له هغو جهادي ليکوالانو څخه دي چې د پوځي جهاد ترڅنګ يې د يرغلګرو په وړاندې د فرهنګي جهاد سنګر هم تود ساتلي ، په يرغلګرو يې د علم ، پوهي او بصيرت په رڼاکې اغيزناک ګوزارونه کړي او د فرهنګي جهاد په ساحه کې يې د ډېرو ځوانانو په روزلو سره د يادولو وړ خدمتونه کړيد "يرغل پر وړاندې" ليکوال ته په دې لاره کې د مزيد توفيق غوښتنه کوم او له الله تعالي څخه غواړم چې زمونږ په ټولنه کې يې امثال زيات کړيعبدالرحيم ثاقب---------------هرهغه کتاب چې داسې یو اپلیکېشن ته يي واړوئ او په ګوګل سټور کې يې نشر کړئاو یاهم نور کوم داسې کتابونه لرئ چې هغه هم په ګوګل سټور کې په نشرولو ارزېلطفاً یې په لاندې ایمل ادرس راولیږئ[email protected]